120.00؋
Availability: 10 In Stock
سیدعبدالله ولي زی
ښاغلو لوستونکو تاسو ته مالومه ده، چې د یوې ټولني د پرمختگ او د ټولنیزې
ادارې د سمبالولو لپاره د ماشومانو او ځوان نسل سمه روزنه اړینه بر پښي، چې د ځوان
نسل معې روزنې او ودې لپاره پوهنیزو موسسو ته اړتیا شته، چې زموږ ماشومان
پکې لیک لوست زده کړي او خپل روزنیز پروګرامونه تر سره کړي، خو د ښوونیزو او
روزنیزو هڅو لپاره د پوهنیزو کتابونو شتون هم آرین بر پی
زموږ ګران هېواد افغانستان پر اسلامی ملک دي، چې د ماشومانو ، ځوانانو او
وګړو روزنه په اسلامي ارزښتونو ډېر غوره ګنل کېږي، ځکه چې د اسلام مقدس دین
زموږ ملي ارزښت دی او زموږ پر خلکو د الله (ج) لويه پېرزوينه ده، نو د اسلامي
ارزښتونو په اړه لیکل او مالومات تر لاسه کول د ټولنیز ژوند په پرمختګ کې هر
اړخیز اغیز لري
ما هم د خپلو امکاناتو سره سم د د ماشومانو لپاره اسلامې لارښوده د کتاب په
اليكلو لاس پورې کړ، چې د خپلو افغانو وروڼو او خویندو د مالومات لپاره بې
وړاندې کوم، په دې هیله چې زموږ ماشومان او ځوان نسل ورنه ګټه پورته کړي
ګرانو لوستونکو د دغه کتاب په بشپړولو کې زما سره زما ډېرو تکړه او غښتلو
ښوونکو پوهندوی استاد عبدالاحد مسلم او اسدالله غضنفر، ډاکتر سید نصیر احمد
او زما کشر ورور سید عماد الله هر اړخیزه مرسته کړې مستقبل خپرندويې ټولنې د
دغه کتاب د دويم ځل خپرولو هوډ کړي، زه له دوی ټولو څخه د زړه له کومې مننه کوم
او له خدای (ج) څخه دوی ټولو ته د دواړو نړۍ او آخرت د ښیګټو او نیکمرغیو
غوښتونکی یم. دوی دې هرکله بریالي وي
درنو لوستونکو په پای کې، د دغه کتاب د لا ښه والي او سمون لپاره ستاسو د
وړاندیزونو په تمه يم او ستاسو سمونې به په ورین تندي ومنل شي

اسلامي لارښود

Just added to your wishlist:
My Wishlist
You've just added this product to the cart:
Go to cart page