You have no items in your shopping cart.
د پاڼو شمير:١٥٥
“کمپيوټر مې چالان کړ، ايمېلونو ته ورغلم، څلور ايمېله ول. درې دفتري او يو هم ناشناخته.
ناشناخته ايمېل مې لومړی وکوت، ليکلي و:
_مرم، د ژوند کيسه مې ليکې؟
ادرس ته مې وکتل، ګډوډ توري ليکل شوي وو. سر مې پسې ونه ګرځاوه، د دفتر ايمېلونه مې ځواب کړل، د مېز پر سر د راډيويي خپرونو پرتومتنونو اصلاح غوښته.
لس بجې وې، په هماغه ادرس بل ايمېل راغی.
فکر دې وکړ؟
ومې ليکل:
ته څوک يې ؟