You have no items in your shopping cart.
مه خفه کېږه! ځکه چې غم او اندېښنه دې تجربه کړل؛ خو څه ګټه یې درته ونه رسوله، په ازموینه کې د زوی پر ناکامېدو دې خفګان وکړ، ایا هغه بریالی شو!؟
د پلار پر مرګ دې خفګان وکړ، ایا هغه را ژوندی شو!؟ که د تجارت پر تاوان دې خفګان وکړ، ایا دا خفګان به دې تاوان په ګټه بدل کړی؟ یا څه ګټه به درته وکړی؟
مه خفه کېږه!;ځکه پر یوه مصیبت به خفه شې؛ خو د مصیبتونو نور ډېری به درته جوړ شی، پر غریبۍ خفه شوې، لوږې په سر واخیستې، د دښمن پر خبرو دې چورت خراب کړ، نو هغه دې پخپله موخه بریالی کړ، یوه افت ته اندېښمن وی؛ خو هغه له سره رانغی.
! ځکه له خفګان سره به غټ کور، ښایسته ښځه، مال او دولت، جاه او منصب او اولادونه درته هېڅ ګټه ونه رسوی