379.00؋
Availability: Many In Stock
عبدالغفار جبیر

په پښتو ژبه کي د ملحدینو ، مرتدینو، عیسایانو، هندوانو او نورو… په رد کي لومړی او یواځنی کتاب
دا کتاب ۴۰۰ پاڼې لري، د کندهار د پوهنتون مخامخ د عرفان خپرندویه ټولنې له لورې چاپ کړل سو، پر دې کتاب باندي د کندهار د پوهنتون استاد پوهنوال ډاکتر محمد زکریا امیرزاده تقریظ هم پر لیکلی دئ.

په دې کتاب کي علاوه له دې څخه چي د ملحدینو، مرتدینو، عیسایانو، یهودو ، هندوانو او نورو د شبهاتو رد په معقول ډول پکښې شتون لري، همدارنګه ځینې فقهي او نړیوال علمي مسائل هم پکښې څېړل سوي او و اعتراضونو ته ځواب ورکړل سویدئ، د بېلګې په ډول سره:

زه ولي مقلد یم؟

ایا علامه سید جمال الدین رحمة الله علیه ایرانی وو؟

ایا رسول الله صلی الله علیه وسلم عرب وو که مستعرب؟

واکسین لګول په اسلام کي څنګه دئ؟

ایا په حرامو شیانو سره درملنه په اسلام کي روا ده؟

امریکايي قرآن (فرقان الحق) څه شی دئ؟

ایا حضرت امام ابوحنیفه رضی الله عنه تابعي وو؟

او داسي نور…

د ملحدینو، مرتدینو، عیسایانو او نورو… ټول سوالونه په عصري ساینس، معقول ډول او فلسفې په رڼا کي ځواب سویدي، تاسي کولای سئ چي له دې کتاب څخه استفاده وکړئ او و کولای سئ چي د دوی ټول پوچ سوالونه او شبهات په منطقي ډول سره ځواب کړئ.

ښکلي ځوابونه

Just added to your wishlist:
My Wishlist
You've just added this product to the cart:
Go to cart page